پارګ چونګ هی د پلار د کړنو په اړه بښنه غوښتې

د خپريدو وخت: 07:19 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

د کوریا د پوځ د پخواني مشر، پارګ چونګ هی لور د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال پر بشري حقونو د تېري په تړاو بښنه غوښتې ده.

مېرمن پارک جیون هی چې د دسمبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته کاندیده ده وايي: د ملي امنیت پر خلاف حرکتونه د منلو وړ نه دي.

جیون هی د یوه ستر ګوند له خوا په ټاکنو کې لومړنۍ کاندیده ده، خو ټاکنیزې هلې ځلې یې د خپل پلار د کړنو تر اغېز لاندې راغلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .