په عاج ساحل کې د فضله موادو غورځول جوت شول

د خپريدو وخت: 13:04 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

د بښنې د نړیوالې ټولنې او ګرین پیس له خوا یوې درې کلنې پلټنې په ۲۰۰۶ کال کې د عاج په ساحل کې د زهرجنو فضله موادو د غورځولو په مخنیوي کې د لویدیځوالو حکومتونو پاتې راتله جوت کړي دي.

د ټرافیګیورا Trafigura په نامه یوه هالند میشتي ترانسپورټي شرکت چې په لندن کې هم دفترونه لري، د عاج ساحل یوه نوي جوړ شوي شرکت ته پیسې ورکولې چې فضله مواد د ابیجان بندر شاوخوا واچوي.

دغه ټولنې وايي بریتانوي او هالندي چارواکو د موادو د غورځولو مخنیوی ونه کړ او نه یې له ټرافیګیورا څخه پوښتنه وکړه.

دا شرکت نه مني چې کوم ناسم کار یې کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .