حکومت فراه کې د ۲۰ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د چاوراکو په وینا شل وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکو د وژل شویو کسانو عکسونه هم خپاره کړی او ادعا یې کړې چې په وژل شویو طالبانو کې د دوی درې قوماندانان هم دي.

طالبانو دغه خپاره شوي عکسونه نیمه بربڼده بللي او د هغو خپرول یې په کلکه غندلي او دا یې د اخلاقي جرم او د جنګي اصولو خلاف کار ګڼلی، خو د فراه سیمه ییزو چارواکو دا ادعا رد کړې.

بل خوا، په لوگر ولایت او د افغانستان ختیځ په دوو جلا پېښو کی درې بهرني عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .