برازیل: د ګوګل د مشر نیولو امر شوی

د خپريدو وخت: 05:56 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

په برازیل کې یوه ځايي قاضي په دغه هېواد کې د ګوګل د مشر فیبیو ژوزې سلوا د نیولو امر کړی دی.

قاضي د ګوګل له خوا له یو ټیوب څخه د یو شمېر ویډیو ګانو له لرې کولو څخه له انکار وروسته دغه اقدام وکړ.

چارواکي وايي په دې ویډیوګانو که د ښاروالۍ د مقام لپاره د یوه کاندید په ضد درواغ تورونه لګولو شوي دي.

قاضي تېره اوونۍ د دې ویډیو ګانو د لرې کولو امر کړی و، خو ګوګل انکار وکړ او ویې ویل، چې دوی به د دې پرېکړې په اړه اپیل وکړي.

د شرکت په خبره دوی یو ټیوب ته د لېږل شویو ویډیوګانو په اړه مسوول نه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .