لوګر کې ځانمرګي برید یو بهرنی عسکر وژلی

د خپريدو وخت: 11:19 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ویلي، چې دغه برید داسي مهال د بهرنیانو پر یوه کاروان وشو چې هغوی په سیمه کې په عملیاتو بوخت وو.

چارواکي وایې پدې پیښه کې ملکي وګړو او افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .