اوباما: لانجمن فلم امریکایانو ته هم سپکاوی دی

د خپريدو وخت: 07:15 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې هغه تاوتریخوالی چې د اسلام پیغمبر ته د سپکوونکي فلم په پایله کې رامنځ ته شو وغانده.

ولسمشر اوباما دغه فلم چې پر انټرنیټ خپور شوی نه یوازې مسلمانانو بلکې امریکایانو ته هم سپکاوی وباله، خو زیاته یې کړه چې دا په بنغازي کې د امریکا پر سفارت د برید جواز نه شي کیدای، چې د امریکا سفیر پکې ووژل شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .