د مالي پر کړکیچ خبرې وشوې

د خپريدو وخت: 16:59 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون په نیویارک کې د یوې غونډې په ترڅ کې د مالي پر کړکیچ خبرې وکړي چې اسلامي توند لارو یې د هېواد شمالي برخه په خپله ولکه کې راوستې ده.

یو شمېر لوېدیځ افریقایې هېوادونه او د مالي پخوانی مستعمراتي ځواک فرانسه د امنیت شورا له خوا د یوې داسې حل لارې په لټه کې دي چې د مالي په شمال کې د دوی په خبره پر ترهګرو د پوځي ګامونو ملاتړ وکړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته ویلي وو چې فرانسه چمتو ده له مالي سره د خپلې خاورې په بېرته تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.

د افریقایې ټولنې پوځي ځواک وایي شاوخوا ۳۰۰۰سرتېري یې د مالي د شمالي برخي د بېرته اخیستلو لپاره چمتو دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .