سعودي کې ۱۰۰۰ نایجیریایۍ مېرمنې نیول شوي دي

د خپريدو وخت: 16:59 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

نایجیریا د هغو زرو نایجیریایي مېرمنو په اړه اعتراض کړی چې په سعودي عربستان کې نیول شوي دي.

دغه ښځې چې له یکشنبې راهیسې نیول شوي د حج زیارت لپاره مکې ته له نارینه وو پرته تللې وې.

یوې نیول شوې مېرمنې بي بي سي ته ویلي دوی ته ډوډۍ نه ده ورکړل شوې.

په سعودي عربستان کې د نایجیریا سفیر د سعودي د بهرنیو چارو له وزارت سره په دې اړه خبرې پیل کړي دي.

خبریالان وایي ډېرې نایجیریایۍ مېرمنې په ناقانونه توګه سعودي ته د بدلمنۍ لپاره ورځي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .