اندونيزيا د بانک مرستياله په فساد محکومه کړه

د خپريدو وخت: 17:10 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

د اندونيزيا د مرکزي بانک يوه پخوانۍ مرستياله د فساد په تور په درې کاله بند محکومه شوې ده.

د پلازمېنې جګارتا يوې محکمې مېرنډا سوارې پړه بللې چې د دندې د ترلاسه کولو لپاره يې دوه ميليونه ډالره رشوت ورکړی دی.

تېر کال د فساد د لوړې کچې په دغه دوسيه کې ۲۸ قانون جوړوونکي محکوم شول.

فعالين وايي سره له دې چې ولسمشر د فساد د ختمولو ژمنې ورکوي، خو بيا هم په دغه هېواد کې د فساد کچه لوړه ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .