سريلنکا په اضافي اوور کې لوبه وګټله

د خپريدو وخت: 17:10 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

په سريلنکا کې د نړېوالو ۲۰ اووريزو اتلوليو يوه لوبه له مساوي کېدو وروسته په اضافي اوور کې د سريلنکا په ګټه تمامه شوه.

نوي زيلند او سريلنکا دواړو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ۱۷۴ منډې وکړې او ونه توانېدل چې يو بل ته ماتې ورکړي.

خو د پايلې د جوتېدو لپاره دواړو لوبډلو ته يو، يو اضافي اوور ورکړل شو چې لوبه په شپږو منډو سريلنکا وګټله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .