نتنياهو :د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی اړین دی

د خپريدو وخت: 10:18 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

د اسراييلو لومړي وزير بينیامين نتنياهو خبردارى ورکړى که د ايران مخه ونه نيولې شي، نو دومره پاخه يورانېم لري چې د راتلونکي کال په اوږدو کې خپل لومړى اټومي بم جوړ کړي.
په نيويارک کې د ملگروملتونو غونډې ته د وينا پرمهال ښاغلي نتنياهو وويل، چې د ايران له اټومي موخو بايد سره کرښه وکښل شي.
هغه وويل، چې کلک باور لري، د امريکا متحده ايالتونه او اسراييل کولای شي چې يوه گډه لاره خپله کړي او ايران پرې نه ږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي. خو نوموړي دا هم زیاته کړه چې د دې کار لپاره وخت له لاسه وځي.

نتنیاهو وايي" تر دې وړاندې چې ایران د اټومي بم د جوړولو لپاره د بډایولو بل پړاو بشپړ کړي او وړاندې تر هغه چې ایران د اټومي وسلو لپاره د یورانیمو غني کولو ته څو میاشتې او یا اواوونۍ واټن ولري نو دلته باید یوه سره کرښه وایستل شي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .