له طرابلس نه نور امریکايي دیپلوماتان اېستل کیږي

د خپريدو وخت: 07:57 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

دامريکا متحده ايالاتو چارواکي وايي، چې د لیبيا په پلازمېنه طرابلس کې له خپل سفارت نه نور کارکوونکي راباسي.
دامريکا په بهرنيو چارو وزارت کې يوه چارواکي وويل، دغه پرېکړه د امنيتي لاملونو له مخې شوې اود راتلونکې اوونۍ په سر کې به پرې له سره کتنه وشي.
وروسته تر هغه چې د سيپټمبر په مياشت کې د لیبيا په دويم لوى ښار بنغازي کې دامريکا پر سیاسي کارکوونکو بريد وشو، اکثر امريکايي ديپلوماتان له دغه هېواده واېستل شول.

دامريکا سفير کريس ستيوين او درې نورامريکايي ديپلوماتان په بريد کې ووژل شول.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا وايي پرته له شکه چې د دغه برید تابیا یوې ترهګرې ډلې کړې وه.


د نوموړي په خبره" تر هغه ځایه چې موږ د پېښې جزییات وڅېړل نو پایله مو ترلاسه کړه او روښانه شوه چې ترهګرو یې پلان جوړ کړی و، دا چې د کومې ځانګړې ډلې لاس د دغې پېښې تر شا مو جود دی، په اړه یې زموږ څېړنې روانې دی."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .