عراق: د بندیانو له تښتېدو سره ساتونکي یولاس و

د خپريدو وخت: 12:52 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي د جمعې په ورځ په تکريت کې له زندان نه له تښتېدونکو سره د زندان ساتونکو همکاري کړې ده.

چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو شپاړلس کسه وژل شوي او په القاعده پورې تړلي ۷۵ زندانيان تښتېدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي زندان ته وسلې هغه مهال لېږدول شوي چې له زندانيانو سره يې کورنيو ملاقاتونه کول.

د صلاح الدين ولايت د پوليسو مشر له دندې لرې شوی او په تکريت کې په ګرځېدو بنديز لګېدلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .