امریکا د ایران 'مجاهدین خلق' د ترهګرو له لسته وایستله

د خپريدو وخت: 05:05 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران مجاهدین خلق ډله په رسمي توګه د ترهګرو له تور لسته وتلې اعلان کړه.

دغه وزارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

پر دغې ډلې په ۲۰۰۳ کال د امریکا له لوري بندیز ولګول شو او د ترهګرو ډلو په لست کې راغله.

دغه ډله په عراق کې درې زره غړي لري، چې د ایران ضد فعالیتونه کوي.

څو ورځې وړاندې رسنیو ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو له تور لسته د دغې ډلې پر ایستلو غور کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .