د کونړ ډرون برید يو قوماندان وژلی

د خپريدو وخت: 17:45 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

افغان چارواکي وايي د ناټو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۱۵ مشکوک طالبان وژلي دي.

راپورونه وايي د بې پيلوټه الوتکې يوه ګوزار د کونړ په شمال ختيځ کې د يوه طالب قومندان په ګډون، پنځه وسله وال طالبان وژلي دي.

لس نور وسله وال د ناټو په يوه بل هوايي بريد کې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .