نايجیريايي سفير نیول شوې ښځې و نه لیدې

د خپريدو وخت: 17:44 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

په سعودي عربستان کې د نايجیريا سفير وايي اجازه نه ده ورکړل شوې له هغو سلګونو ښځو سره وګوري چې د جدې په هوايي ډګر کې نيول شوي دي.

له زرو زياتې ښځې چې سعودي عربستان ته د حج لپاره تللې وې، د محرم د نه لرلو له امله نيول شوي دي.

د سعودي د حکومت يوه وياند ويلي دغو ښځو د سعودي عربستان له اصولو سرغړونه کړې ده.

په سعودي کې د نايجیريا سفير ابوبکر شيهو بنو بي بي سي ته ويلي ټاکل شوې دغه موضوع يو لوړپوړی نايجیريايي پلاوی د سعودي له شاه سره مطرح کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .