اوکراينۍ لومړۍ وزيرې له روغتونه وینا خپره کړې

د خپريدو وخت: 17:44 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د اوکراين پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا تېموشينکو له روغتونه يوه احساساتي وينا خپره کړې او په کې يې د راتلونکې مياشتې په پارلماني ټاکنو کې د ولسمشر يانو کووېچ ګوند ته د ماتې ورکولو غوښتنه کړې ده.

په يوه خوځنده دوه دقيقه يي وېډيو کې دې ښاغلی يانو کووېچ تورن کړ چې غواړي له فساده ډک هېواد جوړ کړي.

اغلې تيموشينکو له واکه د ناوړې ګټې اخيستو په تور اووه کلن بند تېروي، چې دا يې نه مني.

اروپايي اتحاديې او امريکا ويلي چې د دې قضيه سياسي بڼه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .