د ترکیې واکمن ګوند خپل پلانونه وړاندې کړل

د خپريدو وخت: 11:28 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په هغه غونډه کې چې زرګونو استازو ګډون پکښي کړی وو، د واکمن ګوند اې کې پلانونه وړاندي کړل.

په یوه اوږده وینا کې ښاغلي اردوغان په پرله پسې ډول د ډیموکراسۍ او زغم پر اهمیت ټینګاروکړ.

لومړی وزیر چې د خپلې دندې په دریمې او وروستۍ دورې کې دی پر ترکیې فشار راوړی چې په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ نظام لرې کړي.

ډیره تمه کیږي چې دی به د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په توګه ودریږي.

په غونډه کې د مصر ولسمشر محمد مرسي هم برخه اخستې چې ښیي ترکیه غواړي په سیمه کې ډیر پیاوړی رول ولوبوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .