خوست کې درې ناټو سرتېري وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:43 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي چې د دوشبنې ورځ د خوست په ځانمرګي برید کې ددوی درې پوځيان او یو افغان ژباړن وژل شوي دي.

ایساف د وژل شوو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو په خوست کې امریکايي ځواکونه مېشت دي.

برید نن سهار (دوشنبه/ اکتوبر ۱) په خوست ښار کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر یوې ګډې ګزمې وشو.

عیني شاهدانو وویل، چې یوه پوځي جامې اغوستونکي کس وکړ.

په برید کې نهه افغانان ووژل شول او تر شپیتو ډېر نور ټپیان شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .