جاپان چين پلوې وزيره وټاکله

د خپريدو وخت: 14:52 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

د جاپان لومړي وزیر یوشیکهو نوډا یوه مشهوره پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره بیا په دندې ګمارلې چې له چین سره نژدې اړیکې لري.

داسې ښکاري چې د پوهنې د وزیرې په توګه د مکیکو تاناکا ټاکل کېدل له بیجینګ سره د وروستیو خړپړو اړیکو د جوړولو په موخه شوي.

مکیکو د جاپان د پخواني لومړي وزیر لور ده، چې په ۱۹۷۰ کلونو کې یې د چین له کمونست ګوند سره دیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړې.

لومړي وزیر نوډا همدا شان د مالیې او ملي تګلارې وزیران هم ټاکلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .