د سوريې په حلب ښار کې نښتې روانې دي

د خپريدو وخت: 17:24 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

د سوریې په دویم لوی ښار حلب په لرغونې سیمه کې د مخالفو وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

د فرانسې د خبري آژانس یو خبریال وايي په یوه سوداګریزه سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د درنو وسلو ډزې کیږي چې له وړاندې یې سیمه ویجاړه کړې ده.

تېره اوونۍ یاغیانو ویلي وو، دوی د حلب د نیولو لپاره نوې هڅې پیلوي، چې دا مهال د جګړو به مرکز بدل شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .