د ایراني ریال ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلی دی

د خپريدو وخت: 12:08 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

د ایران د پېسو ارزښت د ډالرو په وړاندې تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلی دی. دایران حکومت هڅه کوي د دې ځوړ مخنیوی وکړي.
د لومړنیو توکو په راکړه ورکړه کې د ایراني ریال بیه تر اووه سلنې راټیټه شوې ده چې په وروستیو ورځو کې يي خپل څلورمه برخه ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د پېسو د ارزښت راټېټدلو یوه لویه وجه د امریکا او اروپا له خوا پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه دي.

دوی وېره لري چې ایران غواړي اتومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .