روسي محکمه د سندرغاړو پر قيد بيا غور کوي

د خپريدو وخت: 14:48 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

په روسیې کې يوې محکمې د (پوسي رايټ) په نامه موسيقۍ يوې ډلې دريو بندي شويو غړيو پر قضيو بيا غور پیل کړی دی.

دغو دريو واړو ښځو ته د مسکو په يوې کليسا کې د يوې سندرې په ويلو، چې په کې يې پر ولسمشر ویلادیمير پوتين ملنډې وهلې وې، د دوه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

پر هغې پرېکړې د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې نيوکې شوې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .