د تومان ارزښت مخ پر ځوړ روان دی

د خپريدو وخت: 12:59 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

د ايراني پيسو، ريال ارزښت مخ په ځوړ روان دی او د نن ورځې په لومړنيو معاملو کې يې د ډالرو پر وړاندې ارزښت لس سلنه ولوېد.

يوازې په دې اوونۍ کې ايراني ريالو خپل ارزښت يو پر درې وبايله.

د ايران د صنايعو وزير د ايراني پيسو په لوېدو کې دلالان تورن کړل او هيله يې وښوده چې امنيتي ځواکونه ځواکونه به د دوی مخه ونیسي.

امريکا وايي د ايران د پيسو د ارزښت لوېدل ښيي چې د تهران پر اټومي پروګرام لګول شويو بنديزونو کار ورکړی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي د لويديځو هېوادونو دا ادعا رد ګړه چې ګني تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې دی:

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .