طالبانو د شینوک راغورځولو ادعا کړې

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلې ویناپاڼه کې ویلي چې د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ په سایګز سیمه کې یې یوه شینوک الوتکه راغورځولې ده.

دوی وايي چې دغه الوتکه سیمې ته د چاپې لپاره تللې وه، چې د طالبانو د 'الفاروق' عملیاتو په لړ کې راوغورځول شوه.

دوی وايي چې الوتکې تر لوېدو وروسته اور اخیستی، چې د ادعا له مخې په کې سپاره امریکايي پوځيان وژل شوي.

خو تراوسه ناټو، امریکا یا سیمه ییزو افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .