'د تومان لوېدل د بندیزونو اغېز دی'

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

امريکا وايي د ايران د پيسو د ارزښت لوېدل ښيي چې د تهران پر اټومي پروګرام لګول شويو بنديزونو اغېز کړی دی.

د امريکايي ډالرو پر وړاندې د ايراني تومان لوېدل په تر ټولو وروستي حد کې دي.

خو د اقتصادي چارو پوهان خبرداری ورکوی چې د ايران په کورني اقتصاد کې بې نظمي د تومان د ارزښت د لوېدو لامل شوې.

امريکا او اروپا له دې امله پر ايران بنديزونه وضع کړي چې ګواکې اټومي پروګرام پر مخ بيايي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي د ايران دريځ تکرار کړ چې دوی ګني د اتومي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې نه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .