سپینې ماڼۍ انټرنېټي برید شنډ کړ

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

سپينه ماڼۍ وايي د دوی په يوه کمپيوټري سيستم انټرنټي بريد يې شنډ کړی دی.

يوه اداري چارواکي وويل په دغه کمپيوټري سيستم کې حساس معلومات نه وو او نه هم شته معلوماتو ته خطر متوجه شوی دی.

دا ډول بريدونه د دې لپاره په مشخصو شبکو کېږي چې په دغو سيستمونو کې شته معلوماتو ته لاسرسی پيدا شي.

دغه چارواکي ونه ويل چې د دغه بريد سرچينه له کوم ځايه وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .