سوماليا د الشباب د وروستي مرکز نيول تاييد کړل

د خپريدو وخت: 15:12 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

د سوماليا حکومت وايي ځواکونو يې له افريقايي ټولنې سره په ګډه د الشباب د اسلامپالې ډلې د وروستي پياوړي مرکز بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

په کېسمايو کې د پوځ قومندان بي بي سي ته وويل دوی اوس په ښار کې ټول حکومتي تاسيسات برحاله کړي دي.

په ښار کې د يوې چاودنې قوي غږ اورېدل شوی، خو ځايي اوسېدونکي وايي تلفات نه لري.

د شنبې په ورځ الشباب ډلې له خپل پياوړي مرکز کېسمايو نه د وتو اعلان وکړ او دا يې يو تاکتيکي په شا تګ وباله.

امريکا د الشباب پر وړاندې د افريقايي ټولنې د بري ستاينه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .