په جنوبي افریقا کې اعتصاب نور هم لانجمن شو

د خپريدو وخت: 10:41 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391

د کانونو په برخه کې د نړۍ دوو سترو کمپنيو په جنوبي افريقا کې د کارګرو د اعتصاب پر ضد خپل دريځ نور هم کلک کړی، چې د کار دغه غير قانوني دريدو په ټول هېواد کې پر کاني صنعت اغېز کړی دی.


د پلاتينيمو توليدوونکې کمپنۍ خبرداری ورکړی که د نن ورځې تر ناوخته اعتصاب کوونکي کارګر خپلو کارونو ته ورستانه نه شي، نو له دندو به يې وشړي.
د سروزرو اېستونکې کمپنۍ ويلي که کارګر اعتصاب ته نور دوام ورکړي، نو دوی به خپل فعاليتونه لغوه کړي.


د دوشنبې په ورځ د هغو ۳۴ کارګرو رسمي پلټنه پيل شوه چې په اګست مياشت کې د پوليسو له لوري ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .