ایران کې په ډالرو پېر او پلور وځنډول شو

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

په ایران کې ډیری رسمي صرافیو پر ډالرو سوداګري وروسته له هغې وځنډوله، چې پر حکومت تور پورې شو، چې د دغه هېواد دسیکې د لویدو په مخنیوي کې پاتې راغی.

د ایران پيسې د ډالرو پر وړاندې د خپلې کچې تر ټولو ټیټ ارزښت ته رالویدلې دي.

ایراني پولیسو د هغو سوداګرو نیول پيل کړي، چې په دغه هېواد کې دناقانونه سیکو سوداګري کوي.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپل هېواد د سکې ریال د ارزښت د یو دم لوېدو پړه پر هغه څه وراچولې چې ده د خپل هېواد دښمنان وبلل.

هغه وویل د لویدیځ له خوا یې پر هېواد لګول شوي بندیزونه له یوې اقتصادي جګړې سره برابر دي، خو د ایران د اټومي پروګرام مخه به ونشي نیولای.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .