وسله والو نایجریا کې د کالج ۲۶ زده کوونکي وژلي

د خپريدو وخت: 04:54 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

د نایجریا په شمالي ښارګوټي موبي کې له هغه وروسته ګرځبندیز لګېدلی چې وسله والو د یوه کالج په لیلیه کې پر زده کوونکو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې ووژل.

یوه استوګن وويل برید کوونکي ور په ور ګرځېدل او پر خلکو یې ډزې کولې یا یې په چړو وهل.

پولیسو وویل چې ټوپکوالو د ځینو کسانو نومونه واخیستل او کله چې هغوی وړاندې شول ویې وژل .

د پولیسو یوهّ ویاند محمد ابراهیم بي بي سي ته وویل ګومان کېږي چې د زده کوونکو له منځه څوک په برید کې ښکیل وي ځکه برید کوونکو ځینې کسان د نومونو په اخیستلو په نښه کړل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .