چینايي کمپنۍ پر اوباما عریضه وکړه

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

په امریکا کې یوې چینايي کمپنۍ په محکمه کې پر ولسمشر اوبام دعوه کړې، په اوریګان کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو اډې ته څېرمه د دغې کمپنۍ د څلور څآنګو د فارمونو خرڅلاو بند کړی دی.

د رالز په نوم دغه کمپنۍ وايي دغه پریکړه چې ښاغلي اوباما دملي امنیت په موخه تیره اوونۍ وکړه، ناقانونه او نامناسبه ده.

د سمندري ځواکونو اډه د بې پیلوټه الوتکو د ازمویلو لپاره کارول کیږي.

د چین دولتي رسنۍ وايي، ولسمشر اوباما دغه پریکړ تر ډیره د امریکا د ټاکنو لپاره کړې نه د ملي امنیت لپاره.

دا په تیرو ۲۲ کلونو کې لومړنی ځل دی، چې په امریکا کې بهرنۍ پانکونه بندیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .