د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د فرانسې وړانديز

د خپريدو وخت: 08:33 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

د فرانسې حکومت د ترهګرۍ پر ضد د یوه نوي قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې چارواکي کولای شي هغه کسان محاکمه کړي چې په بهر کې یې د سخت دریځو اسلام پالو په رزونیزو کمپونو کې زده کړې وي.

دا ګام شپږ میاشتې وروسته له هغه اخیستل کیږي چې محمد مراح چې د فرانسې تابعیت یې درلود په فرانسې کې اوه کسان ووژل او ادعا یې وکړه چې په پاکستان او افغانستان کې یې د القاعدې شبکې د رونیزو کمپونو په څیر کمپونو کې زده کړې وې.

د فرانسې استخباراتو هغه له نیژدي پیژانده.

د نوي قانون له مخې چې تمه کیږي د روان کال ترپایه به تصویب شي مشکوک ترهګر به تر ۱۰ کلونو پورې زندانې کیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .