جنوبي افریقا: یو احتجاج کوونکی وژل شوی

د خپريدو وخت: 11:12 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391

د جنوبي افريقا پوليسو د هغه يوه کس د وژنې مسووليت نه دی منلی چې جسد يې له پوليسو سره د کارګرو له نښتې وروسته موندل شوی دی. دغه نښتې د پلاتينیمود کان کېندونکو او پوليسو ترمنځ شوي.

د پولیسو یوه مشر بي بي سي ته تاييد کړه چې په سيمه کې يې يو جسد موندلی، خو ويې ويل چې دوی د نښتو پر مهال ډېر لږ ځواک کارولي دي. تر دې مخکې عيني شاهدانو وويل، چې پوليس پر اعتصاب کوونکو کارګرو ډزې کړي.

جنوبي افريقا د کاري اعتصابونو خورا مخکنی تجربه لري چې ډېری يې د کانونو په برخه کې دي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .