پنیتا وايي کرزی باید امریکا وستايي

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا د افغان ولسمشر له خوا پر امریکايي پوځیانو نېوکې ته په نهیلۍ ځواب ورکړی دی.

ولسمشر کرزي ویلي وو امریکايي ځواکونه نه دي توانېدلي چې په پاکستان کې ترهګر په نښه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر لېون پنېټا وايي هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خپل دوه زره سرتیري له لاسه ورکړي
چې ولسمشر کرزي د هغو کسانو چې د افغانستان لپاره یې جګړه کړې او یا هم وژل شوي دي د نیوکې پر ځای باید ستاینه کړې وای.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .