ایران کې دغذايي توکو اصلاحاتو په برخه هڅه

د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

د ایران پارلمان د دغه هېواد دغذايي توکو او تېلو په برخه د نورو اصلاحاتو لپاره د مالي بسپنې یا سبسیډي ته د ځنډولو رایه ورکړه.

دا اقدام وروسته له هغه کیږي، چې د ډالرو پر وړاندې د ایران د پیسې (ریال) بیه را ولوېده.

ډېری ایرانیان د خپلې پيسې د رالوېدو پړه د ولسمشر محمود حمدي نژاد پر پالیسیو اچوي او دغه چاره پر هغه فشار ډېروي چې له واکه ګوښه شي.

راپورونه وایي پارلمان داسې مسوده هم تصویب کړې، چې د حکومت د بهرنۍ پانکې د تبادلې لپاره محدودیت وضع کوي.

ایراني چارواکي د اقتصادي کړکیچ پړه، پر دلالانو او نړیوالو بندیزونه اچوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .