هوګو چاوېز بيا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی

د خپريدو وخت: 06:23 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

هوګو چاوېز بيا د وېنزوېلا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د دغه هېواد د ټاکنو ملي شورا ويلي له اکثر رايو شمېرنې سره ښاغلي ۵۴٪ سلنه رايې ګټلې، او خپل سيال هنرېک کاپرېلېس ته يې ماته ورکړې ده.

دغه ټاکنې چې په ۱۹۹۸ کال ښاغلی چاوېز لومړی ځل واک ته ورسېد، له هغه راهيسې د ده پر وړاندې لومړۍ ننګونه وه، او د رايه ورکونکو د ګډون کچه لوړه ښودل شوې ده.

د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته په پلازمېنه کاراکاس کې د ولسمشر چاوېز پلويانو ترمنځ د زوږ ډکې لمانځنې پيل شوې دي.

په ځينو مرکزونو کې چې د خلکو اوږده کتارونه په کې ولاړ وو، رايه ورکونه له خپل رسمي وخت اوږده شوې ده.

په دغې ټاکنې سره به ښاغلی چاوېز د يوې بلې ۶ کليزې دورې لپاره ولسمشري کوي.

ده ويلي هغه څه ته به دوام ورکوي چې سوسيالېست پاڅون يې بللی دی. د پايلو له اعلان مخکې، د ده سيال هنرېک کاپرېلېس وويل خبره چې هر څنګه وي، پايلې به مني.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .