د هندوستانۍ سندرغاړې اشابهونسلې لور ځان وواژه

د خپريدو وخت: 09:25 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

د هندوستان د مشهورې سندرغاړې اشا بهونسلې لور ورشا بهونسلې د تنفنګچې په ډز ځان وواژه.

ورشا ۵۶ کلنه وه. ځايي خبریالان وايي ورشا په ممبۍ کې له خپلې مور سره اوسېده.

د دوی په خبره ورشا د ژورخفګان( ډیپرېشن) په رنځ اخته وه او په دا وروستیو کې یې هم د ځان وژنې لپاره د خوب ګولۍ خوړلې وې، خو سمدستې یې درملنه وشوه.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د ورشا مور اشابهونسلې دا مهال د یوه کنسرت لپاره په سنګاپور کې ده. ورشا بهونسلې سندرغاړې او کالم لیکونکې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .