مکسیکو وايي د زیتاس ډلې مشر وژل شوی

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

مکسيکويي چارواکي وايي داسې برېښي چې د نشه يي توکو د بې رحمې زيتاس ډلې مشر له سمندري ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

سمندري ځواکونه وايي قوي شواهد شته چې هېري بېټرو لزکانو د کوهيلا ايالت په شمال کې مړی شوی دی، خو وروستيو پايلو ته لا هم انتظار دی.

دی د هغو مکسيکويانو له مېنځه تر ټولو مهم دی چې امريکا يې د نيولو پر سر پنځه ميليونه ډالر اېښي دي.

زيتاس په مکسيکو کې د نشه يي توکو د کاروبار د هغو دوو ډلو يوه ده چې په هېواد کې د نشه يي توکو د جګړو په برخه کې له زړه سوي کار نه اخلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .