خیبر ایجنسۍ کې اووه کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 08:00 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

د خېبر ایجنسۍ په سیمه کې ځايي چارواکي وايي وسله والو سخت دریځو د (امن لښکر) اووه تنه غړي وژلي دي. د پاکستان د دولتي ټیلویزون په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه کسان له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې، چې د وژل شویو کسانو مړي د تېرا درې په نري بابا سیمه کې موندل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .