د افغانستان په اړه د مېټ رامني څرګندونې

د خپريدو وخت: 05:13 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند مېټ رامني ويلي، چې که بريالى شي په افغانستان کې به د واک د لېږد بهير روان وساتي.

خو د ده په خبره پر مځکه شته حقیقت ته په پام سره به د خپلو پوځي قومندانانو مشورو ته هم غوږ ونیسي.

ښاغلي رامني چې په ورجنيا کې یې د خپلې بهرنۍ تگلارې په اړه وينا کوله د ولسمشر اوباما پر بهرنۍ تگلارې هم سختې نيوکې وکړې او وې ويل له کله نه چې هغه په واک کې دى په منځني ختيځ کې د جگړې خطر زيات شوى دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .