اوباما پر ملالې شوی برید وغانده

د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

د امریکا ولسمشر اوباما په پاکستان کې پر یوې ۱۴ کلنې زده کوونکې نجلۍ د طالبانو برید غندلی او هغه یې د ځناورو کار او د کرکې وړ بللی دی.

ملالې یوسفزۍ چې پر سر لګېدلې او سخته ټپي شوې نجونو ته د ښوونې او روزنې لپاره هلې ځلې کولې.

د هغې پلار وویل چې ډاکترانو یې اوس له سر څخه ګولۍ اېستلې او راتلونکې دوه ورځې به ډېرې مهمې وې. په سوات کې حکومت د داسې معلوماتو لپاره چې بریدکوونکي پرې ونیول شي د ۱۰۰ زرو ډالرو جایزه ټاکلې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .