ترکیې د سوریې یوه الوتکه کوزیدو ته اړ اېسته

د خپريدو وخت: 06:27 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

ترکي جنګي الوتکو د سوریې د هوايي شرکت یوه الوتکه چې ګومان کېده له روسيې څخه یې د سورېې حکومت ته وسلې لېږدولې په انقره کې کوزېدو ته اړ ایسته.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل، چې په الوتکه کې بار ځینې توکي نیول شوي دي او ځايي رسنیو ریوټ ورکړی چې ښايي په نیول شویو شیانو کې وسلې شاملې وي.

تر دې وړاندې ښاغلي داوداوغلو وویل، چې ترکیې هوډ کړی چې له خپلې فضا څخه سوريې ته د هر ډول وسلو د تېرېدلو مخه ونیسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .