نامعلومو کسانو دای ایس ای افسر وتښتاوه

د خپريدو وخت: 07:02 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

نا معلومو کسانو د پاکستانۍ څارګرې ادارې ای ایس ای یو لوړ پوړی مسوول طاهر مسعود له کوره تښتولی. تښتوونکو د ‌طاهر مسعود موټر چلوونکی په ډزو ووېشت او ویې واژه.

په رپوټ کې ویل شوي ، چې نوموړی د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له خپل کوره تښتول شوی دی. یو لوړ پوړي پوځي افسر د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته وویل چې داسې ډېر شک دی، چې تښتول شوی افسر سخت دریځو تښتولی دی.

د لوړپوړي پوځي افسر په خبره طاهر مسعود یو کال مخکې د پاکستان له ځمکني پوځ څخه تقاعد شو، خو د یوه قرارداد له مخې یې د ای ایس ای لپاره کار کاوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .