د ملالې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی

د خپريدو وخت: 10:19 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

د پاکستاني پوځ د ا‌طلاعاتو د شعبې یو مسوول تورن جنرال عاصم باجوه خبریالانو ته د ډاکټرانو له قوله وویل، چې د ملالې یوسفزۍ روغتیايي حالت په ښه کېدو دی.

د نوموړي په خبره د ډاکټرانو یو پینل( ډله) به تر راتلونکو ۳۶ او یا ۴۸ ساعتونو پورې د ملالې د روغتیايي حالت د ښه کېدو څرنګوالی څاري.

د ډاکټرانو د پینل په اړه نوموړي وویل، چې له پوځي او ملکي ډاکټرانو سره سره په کې دوه تنه بهرني ډاکټران هم شامل دي.

له پاکستانه بهر ته د ملالې د لېږد په اړه نوموړي وویل، چې تر اوسه په دې اړه څه پرېکړه نه ده شوي.

د باجوه په خبره د ملالې مور او پلار هم له هغې سره موجود دي، خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله په نامعلوم ځای کې ساتل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .