افغان زده کوونکو ملالې ته ځانګړې دعاګانې وکړې

د خپريدو وخت: 11:58 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

په افغانستان کې د ښوونځي ميليونونو ماشومانو د سولې د فعالې ملالې يوسفزۍ د روغتيا لپاره ځانګړې دعاګانې وکړې.

تېره ورځ د پاکستان په ښوونځيو، جوماتونو او دفترونو کې د ملالې لپاره دعاوې وشوې.

ملاله د سې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو په سوات کې په سر وويشته چې اوس د درملنې په موخه د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې ده.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ د ملالې بریدګر په افغانستان او پاکستان کې د زده کړو دښمنان وبلل:

(( زه دا بريد پر يوه انسان نه بولم. زه دا بريد د معارف په سپيڅلي حريم بولم. زه د معارف له سپېڅلي حريمه ننګه کوم. زه دا پر انسانيت بريد بولم. زه دا پر اسلاميت بريد بولم او زه دا پر هغو مرکزونو بريد بولم چې هلته خدای ج په کې پېژندل کېږي او خپل ځان په کې موندل کېږي.))

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .