برتانیا له بحرین سره دفاعي تړون وکړ

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

برتانيا له خپل نژدې متحد بحرين سره يو دفاعي تړون لاسليک کړى.

بحرين د خليج يوازينى عرب هيواد دى چې تيرکال د عرب پاڅون نه وروسته له پراخو احتجاجونوسره مخامخ دى.

لندن کې د لاسليک شوي دغه تړون له مخې دواړه هيوادونه به دا ستخباراتو، ښوونې او روزنې او تخنيکي زده کړو د شريکو لو په موخه پخپلو کې له نژدې سره کار وکړي.

بحرين کې د سني مسلمانانو حکومت وايي دغه تړون به دوى له بهرنۍ مداخلې وساتي چې اشاره يې ايران ته ده چې د سيمې لوى شيعه ځواک بلل کېږي.

خو بحرين کې د شيعه مخالفينو يوه وياند دا پوښتنه کړې چې دغه تړون به په دې هېواد کې ډيموکراسي او بشري حقونه پياوړي او يا برعکس کمزوري کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .