افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شو

د خپريدو وخت: 05:20 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن په ټول افغانستان کې د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی سراسري کمپاین پیلوي.

د چارواکو په وینا دغه کمپاین به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شا وخوا دوه میلیون ماشومانو ته ورکړل شي.

افغانستان تر نایجریا او پاکستان وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد دی، چې سږکال په کې د پولیو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د گوزڼ ضد دغه کمپاین د نړۍ د روغتیايي سازمان، یونیسف او د ځینو نورو مرسته کوونکو سازمانونو په مرسته پيلېږي.

دغه واکسین هغو ماشومانو ته ورکول کیږي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .