موریتانيا ولسمشر درملنې لپاره فرانسې ته لېږدول کیږي

د خپريدو وخت: 17:45 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

د موریتانيا ولسمشر محمد اولد عبدالعزيز، چې په یو وسله وال بريد کې ټپي شوی، فرانسې ته د درملنې لپاره لېږدول کیږي.

چارواکي وايي، پوځيانو په غلطۍ د ولسمشر د ساتونکو کاروان ، پلازمینې نواکشوط ته د ستنېدو پر مهال په نخښه کړ.

فرانسې ته له سفر وړاندې، ولسمشر عبدالعزیز په تلوېزیوني وینا کې چې د روغتون له کټه نه یې کولې، وویل له عملیاتو بریالی وتلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .