'ایران دې د سوریې اوربند کې مرسته وکړي'

د خپريدو وخت: 12:41 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي له ایرانه غوښتي چې د راروان لوی اختر په رارسېدو سره دې په سوریې کې د اوربند په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي ابراهیمي له تهران څخه د لېدنې پر مهال وویل اوربند کولای شي په سوریې کې سیاسي بهیر ته زمینه برابره کړي.

اخضر ابراهیمي اوس په عراق کې دی، د بي بي سي خبریال وايي ځینې هېوادونه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پهملاتړ کې لیدل کیږي خو عراقي چارواکي له دې خبرې انکار کوي.

تېره اوونۍ ابراهیمي له سعودي او ترکیې لیدنه وکړه چې دا مهال د سوریې حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .